دارواح ښادمحمود بريالي دمړيني په مناسبت دتسليت پيغام!
صديق کاوون صديق کاوون

اودادي محمودبريالي هم  له موږڅخه جلا شواود خاموشانو دهيواد لاره يې په مخ کي ونيوله.

سره له دي چی په مړينه باور لرم  اوهغه دژوندانه يوه طبعيي پاليه بولم ،خوهيڅکله هم ،ديوه عزيز، ديوه دوست او د يوه ملګري په مړينه باور نه شم کولاي اونه يې شم منلاي .

په ډير درد او دريغ مې دافغانستان دستر سياسي  اوټولنيزشخصيت اونوميالي ژورناليست ملګري محمودبريالي  دمړيني تريخ اودرده ونکي  خبرترلاسه کړ، خوباورمې رانغي، اودادي اوس هم چې ددي کرښوپه ليکلوبوخت يم، باورمې نه راځي چې هغه دي نورزموږپه منځ کي نه وي اوموږ دي دهغه له شتون څخه دتل دپاره بي برخي شوي يو.

دادي اوس چې په غمجن زړه دهغه دمړيني دماتم پرتغره ناست يم، هغه شيبي اوکلونه راياديږي چې ملګري بريالي دخپلونوروهمرزمواوهمسنګرويارانوسره، زموږپه ګران هيوادافغانستان کې، دحق اوعدات دپاره دمبارزي بيرغ اوچت کړي وواوله هغه ستر کاروان سره روان ووچی دقدمونوله هيبته يې دستم اواستبدادماڼي لرزيدلي اودادي دهغه په مړينه دماتم پروخت هغه شيبي اوکلونه راياديږي چې هغه دافغانستان دزيارايستوونکودسري لاري لاروي اوپه ډير وياړاوپرتم دتاريخ په خاورينوکوڅوکې ګام اخيست اوپيلوزي په لاس دتيارواوتورږميوجګړي ته ورته .

ارواح ښادمحمودبريالي، هم په هيوادکې دننه اوهم دهيواده څخه بهيردمهاجرت په کلونوکې، دخپل ټول ژونددحق اوعدالت په لاره کې دمبارزي ستري چاري ته وقف کړي و.

بريالي هغه رزمي پهلوان وو چې ستړيايې نه پيژانده اودناهيلي اونااميدي سره يې  جوړه نه وه .

هم هغسي چې دبري پروخت نه مغروريده اوځان يې نه ورک کاوه، دماتي پرمهال هم نه ناهيلي کيدي اواميد يې له لاسه نه ورکاوه.

 په تيروکلونوکې، زه ددي شاهد وم چې هغه په څومره زغم، شپه اوورځ هڅه کوله چې دهيواددچپو،دموکراتيکواومترقي ځواکونوترمنځ دديالوګ اوخپل منځي تفاهم زمينه برابره کړي وودافغانستان دزيارکښانودارزوګانوماته بيړه بيرته بيا له سره جوړه کړي .

هغه په دغه ستونزمن بهيرکې  دهرچادروازه وټکوله، دهرچانظراووړانديزيې واوريداودهرچاانتقادته يې په ځانګړي تواضع چې دهغه همشيني خصلت و،غوږ کيښود،اوهيڅکله يې هم پرنورو د خپل نظرد تحميلولوهڅه ونه کړه.

محمودبريالی عقيده درلوده چې له روان غميزي څخه دهيواددخلاصون راز، دملی دموکراتيکواومترقي ځواکونوپه يووالي، ملی تفاهم، پخلايني اوبين الافغاني ديالوګ نغښتي دي.

 هغه له قومي ژبنيواوسمتي اومنطقوي تمايلاتوڅخه کرکه کوله اوهغه څوک چې نن سباپه بيلابيل نومونواوعنوانونودافغانستان دورونوخلکوترمنځ ددښمنيوتخم شنيدي اودقومي نفاق اورته لمن وهي، دافغانستان، اودافغانستان دخلکودښمنان بلل.

 په داسي وخت کې چې داوسپنواوباروتوموسم دي اودستم اواستبداد،تيري اوتجاوز

لارويان، دحق اوعدالت دزندي کولوپه هانداوهڅوبوخت دي، کرکه اودښمني کړي  اوانسان له خپل ځان نه دپريديتوب کندي ته تيل وهي، محمودبريالي دستم اوستمګروپرضدمبارزه کوله اوانسان ته يې، دخپل اصل ته دبيرته راځيدوبلنه ورکوله.

 دبي پايه درد اوماتم ځاي دي چې موږپه داسي وخت کې چې زموږهيوادتربل هروخته زيات داډول شخصيتونوته اړتيالري، هغه له لاسه ورکوو.

خوډاډمن يم چې هغه به زموږپه زړونواوذهنونوکې دتل دپاره ژوندي پاته شي، اوداځکه چې هغه دميني اومحبت دښاراوسيدونکي اوله کرکي اودښمني نه يې کرکه درلوده .

زه په داسي حال چی دګران ملګري محمودبريالي روح ښادغواړم، دخپل دغه دوست، ياراودسختوورځودملګري دبي وخته مړيني له امله دهغه درنۍ ميرمنۍ ،لوراوزوی اودکورني ټوله غړو،مشرانوملګرو،د هيواد د چپ اودموکراتيک جنبش غړواودهيوادټولوزيارايستونکوخلکوته تسليت وايم اودزړونوصبرورته غواړم. 

 

هرگز نميرد آنکه دلش زنده شد به عشق

ثبت است در جريدهء عالم دوام ما                          

 

 

 

جرمنی 9-12-2006

 


December 10th, 2006


  برداشت و بازنویسی درونمایه این تارنما در جاهای دیگر آزاد است. خواهشمندم، خاستگاه را یادآوری نمایید.
 
بیانات، پیامها و گزارشها